Afghanistan 21 Young Leaders Initiative |

RSS Feed

پشتو

په توکیو کې د افغانستان لپاره د نړیوال کنفرانس په اړه

 د افغانستان د ځوانو مشرانو نوښت دریځ پاڼه 

 کابل، د چنګاښ دولسمه، 1391 کال

سریزه

د افغانستان په اړه د توکیو کنفرانس غواړي ترڅو د لیږد بهیر په پاتې موده (د ۲۰۱۴ کال تر پایه) او همدارنګه د بدلون په لسیزه (۲۰۲۵-۲۰۱۵) کې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اوږدمهاله سیاسي او مالي ملاتړ خپل کړي. د کنفرانس طرحه د یوې بلې ستراتیژۍ له خوا رهبري کیږي کومه چې غواړي افغانستان د بدلون په لسیزه کې په خپل ځان بسیا شي. د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتدارۍ چوکاټ د دې سند بنسټ جوړوي کوم ته چې افغانان تر ډیره د شک په سترګه ګوري.

په داسې حال کې چې افغان ولس یواځې د دې هیله کولای شي چې د توکیو کنفرانس به د دوی په ژوندانه کې مثبت بدلونونه رامینځته کړي او د دوی د ژوند ورځنۍ چارې به ښې کړې، خو یواځې وخت کولای شي ثابته کړي چې دا کار   د وخت او منابعو له لاسه ورکول دي او څنګه.

د افغانستان د ځوانو مشرانو نوښت غواړي د هغو بیوزله عادي وګړو غږ پورته کړي کوم چې د ژوندانه د ډیرو اویا ټولو خدمتونو څخه بې برخې دي او همدارنګه غواړي د هغو متشبثینو غږ اوچت کړي کوم چې د نویو پانګونو د پيل لپاره غټ خطرونه په غاړه اخلي او دا چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره د دې وخت رارسیدلی چې په ګډه عمل وکړي او د دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره عملي تدابیر ترلاس لاندې ونیسي او د لیږد مودې په اوږدو او د هغې څخه وروسته د بدلون په موده کې د دومداره پراختیا په موخه میکانیزمونه، موسسې، او بنسټیز جوړښتونه پياوړي کړي.

اندیښنې او وړاندیزونه

مونږ په دې باور یو چې د ولسونو اقتصادي سوکالي به د راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان او د هغې د نړیوالو ملګرو بریالیتوب مشخص کړي. د ۲۰۰۲ (۱۳۸۲) کال راهیسې، افغان حکومت شپږ پراختیایي ستراتیژۍ چمتو کړي، خو د پالیسیو، پلانونو او په عمل کې د هغوی د پلي کولو تر مینځ لاهم واټن شته. د اوږدې مودې لپاره هر نوی پلان باید د خلکو په خوښه جوړ وي او د افغان ولس رښتینې غوښتنې او آرزوګانې منعکسې کړي. د توکیو کنفرانس باید د دې وس ولري چې عادي افغانانو ته ووایې چې د مخکینو دا ډول کنفرانسونو سره څه توپیر لري.

حکومت او نړیواله ټولنه په تیرو لسو کلونو کې د څار د یوه هراړخیز میکانیزم له لارې په بشپړه توګه حساب ورکوونکي نه وو. د حکومت او نړیوالې ټولنې په مشرۍ د څار یو شمیر کمیټې او سازمانونه موجود وو کومو چې د خلکو رښتینې غوښتنې تل په پام کې نه نیولې. دا کار د هیواد په کچه د پروژو په جوړولو او تطبیق کې د تیت او پرکتیا لامل شو د کومو په اړه چې خلکو ته ډیر لږ حساب ورکول کیده. په دې ترڅ کې، د څار دا هلې ځلې همدارنګه باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه په دې قانع کړي چې د دوی مشخصې او محسوسې کړنې په اوږدمهاله ګډون او ژمنې سره پياوړې کیدای شي.

د افغانستان د ځوانو مشرانو نوښت د توکیو کنفرانس ګډونوالو ته لاندې وړاندیزونه لري:

  1. په ۲۰۱۴ کال کې د لیږد بهیر په بشپړیدو سره، په ځان د بسیاینې حکومتي پلان باید د لګښتونو او د پروژو د سم تطبیق لپاره د حکومتي وړتیاوو په واقعیتونو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د مالي ژمنو په ورکولو باندې تمرکز وکړي. د حکومت د اقتصادي لیږد پلان تر هغې نشي ترلاسه کیدای ترڅو د توکیو په کنفرانس کې نوموړو واقعیتونو ته پام ونشي او دواړه خواوې ورباندې هوکړه ونکړي.
  2. مونږ په دې باور یو چې د کرنه، طبیعي زیرمې، د اوبو اداره، کانونه، سوداګري او ترانسپورتي فرصتونه د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ډیر مهم دي او له همدې کبله باید د نوموړیو سکتورونو  اقتصادي بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو د هیواد د دومداره پرمختګ ډاډ ورکړي.
  3. په ځان د بسیاینې لپاره د افغان حکومت پلان باید د تیرې لس کلنې تجربې پر بنسټ د ځایی او بهرنیو پانګه والو د پانګونې لپاره د مناسب او په زړه پورې چاپیریال د رامینځته کولو له لارې اړین فرصتونه چمتو کړي.
  4. په داسې حال کې چې د افغان حکومت په اسنادو کې د اغیزمنو پایلو د لاسته راوړلو په موخه د تطبیق کوم جامع پلان نه تر سترګو کیږي، خو افغانان نه ښایي یوځل بیا د تکراري کړنو قربانی شي. سربیره پردې، حکومت باید په اوسني تشکیلاتي جوړښت او همدارنګه د مرستو د وړاندې کوونکو موسسو په چوکاټ کې موازي جوړښتونه له مینځه یوسي.
  5. د حکومت د هراړخیزې پلان جوړونې پر بنسټ، مرستندویه هیوادونه باید په آسانه شرایطو سره اوږدمهاله مرستې چمتو کړي او د مرستو د ادارې او سمون د پالیسۍ اصول په جدي توګه مراعات کړي.
  6. بهرنۍ مرستې پراختیا نه رامینځته کوي، له همدې کبله حکومت باید د بدلون لسیزې په ترڅ کې اړین بنسټیز جوړښتونه او موسسې رامینځته کړي ترڅو خپل ځان د اوږد مهاله او آسانه شرایطو درلودونکو پورونو ترلاسه کولو ته چمتو کړي.
  7. د باور د فضا او سوله ایز بهیر د پياوړتیا په موخه په متوازنه او د لومړیتونو په پام کې نیولو سره د سیمو په کچه د خدمتونو وړاندې کول باید د حکومت د مهمو لومړیتوبونو په سر کې ځای ومومي او مرستندویه هیوادونه د هغې د تطبیق سره مخامخ مرسته وکړي.
  8. د مخ په زیاتیدونکي فساد د راکمولو او کنټرول په موخه ، حکومت او نړیواله ټولنه باید ځانګړي تدابیر ترلاس لاندې ونیسي کوم چې نه ښایي په حتمي توګه، لکه څنګه چې په تیرو وختونو کې ولیدل شو، د لا نورو موسسو او میکانیزمونو د رامینځته کیدو لامل شي خو د پیاوړې سیاسې ارادې په مټ د موجودو موسسو او میکانیزمونو د لا ښه کارکولو لپاره شرایط چمتو کړي.
  9. دې ټکي ته باید پام وشي چې د سیمه ایزو سیاسي او امنیتي فکټورونو د پامه غورځول په سیمه کې زمونږ په اقتصادي اړیکو باندې ناوړه اغیزه کوي او د اقتصادي ګټو لپاره زمونږ امکانات راکموي. د سیمه ایزو ملګرو سره د اړیکو هر ډول پریکون په سیمه کې  زمونږ په دیپلوماتو اړیکو کې موازنه له مینځه وړي د کوم سره چې تر ډیره د هیواد امنیت او ثبات تړلی دی. له همدې کبله، د هیواد لپاره د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا په لور د یوې هراړخیزې تګلارې جوړول او تطبیق ډیر مهم دي.
  10. د ۲.۸ سلنې  ودې په درلودلو سره د افغانستان د نفوسو چټکه وده او ډیموګرافیک فشارونه په تیره بیا د شتو امنیتي او ټولنیزو- اقتصادي ننګونو په رڼا کې د اندیښنې وړ ده. د هیواد په کچه سرشمیرنه شتون نلري او اټکل کیږی چې د ۲۰۵۰ کال پورې به د هیواد نفوس ۸۲ میلیونو ته ورسیږي. د دوامداره ټولنیزې- اقتصادي ودې سره د نفوسو د متوازن کولو په موخه یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ ته اړتیا لیدل کیږي.
  11. افغانستان په تیر کې د بیلابیلو غټو نړیوالو کنفرانسونو شاهد وو کومو چې د کاغذ پرمخ ښه او په زړه پورې لرلیدونه لرل خو په عمل کې ډیر لږ پلي شول. مونږ وړاندیز کوو چې د کنفرانس سند د تطبیق په موخه تعقیبي میکانیزم رامینځته شي ترڅو د افغان حکومت او د هغې د نړیوالو پراختیایي ملګرو د ژمنو د پوره کولو څخه ډاډ ترلاسه شي.
  12. افغان حکومت باید د لرلید، پایلو، شواهدو، او د هیواد د اړتیاوو او ظرفیتونو په پام کې نیولو سره یو واحد او رسمي بهیر رامینځته کړي. مونږ یوځل بیا د هیواد په کچه د یوه پالیسي او پلان جوړونکي ارګان په توګه د اقتصادي پلان جوړونې د کمیسیون په جوړولو باندې ټبنګار کوو کوم چې به د هیڅ کوم وزارت په چوکاټ کې نه وي او په خپلواکه توګه به فعالیت کوي. دا کمیسیون باید حکومت ته وس ورکړي چې د پلان جوړونې بهیر مشري وکړي او د پلان جوړونې د ټولو هلوځلو کنټرول په لاس کې واخلي. د اقتصادي پلان جوړونې کمیسیون باید د ولس مشر او کابینې سره د پالیسیو او ستراتیژیکو پلانونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د پای خبرې

د توکیو کنفرانس د افغان حکومت لپاره بل مهم فرصت دی ترڅو وښیې چې د بدلون په لسیزه کې په ستراتیژیکه توګه چمتو دی مسوولیتونه په غاړه واخلي. دا کنفرانس همدارنګه نړیوالې ټولنې ته بل مهم فرصت برابروي ترڅو ثابته کړي چې د یوې اوږدمهاله ژمنې له لارې به د افغان ولس سره د مرستې په موخه په دې هیواد کې شتون ولري. له همدې کبله په توکیو کې لاسته راغلې متقابلې ژمنې او په راوروسته وختونو کې د هغو پوره کول به افغان ولس د کابل د اوسني بهیر په تحقق باندې باوري کړي. که نه نو دا به یوه بله ناکامه هڅه وي او کیدای شي د خلکو په مینځ کې داسې غلطه انګیرنه  رامینځته کړي چې کنفرانسونه او ستراتیژۍ په اټوماتیکه توګه د هیڅ دول عملي کړنو سره برابرې نه دي.

د افغانستان د ځوانو مشرانو نوښت د افغان ځوانانو یوه ناپییلې او غیرسیاسي ډله ده چې په افغانستان کې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډ ارزښتونه او معتقدات لري. د ملت جوړونې په مهمو نوښتونو کې د برخې اخیستنې لپاره د ځوانانو یوموټی کول او د یوې ډاډمنې او عادلانه افغانې ټولنې په جوړولو کې د مثبتو بدلونونو لپاره تبلیغ او د خلکو د ملاتړ خپلول د دې ډلې موخې جوړوي. د افغانستان د ځوانو مشرانو نوښت د آسیایي ټولنې د ۲۱ ځوانو مشرانو د پروګرام په مرسته په ۲۰۱۱ کال کې رامینځته شو. د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ د انترنیتي پاڼه ayli.blog.af او د برښنا لیک په لاندینۍ پته اړیکه ټینګه کړئ: [email protected]

Designed by BPL & PRT. Translated to Persian & RTL by P30design.